په اندونیزیا کې د ځمکې ښویېدو له امله ۱۹ تنه وژل شوي او اووه تنه لادرکه دي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۰

په اندونیزیا کې چارواکو وویل، چې په سوماترا ټاپو کې د سختو بارانونو او ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي او اووه لادرکه دي.

د راپورونو له مخې، د سې شنبې په ورځ د ( کپ ۱۹مه) د باران له امله ۲۰ زره کورونه وېجاړ شوي او ۴۶ زره کسان بې کوره شوي دي.

اندونيزيا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر دوني يوسريزال وويل: "تر اوسه پورې د ژغورنې ډلې د کوتو تاروسن په کلي کې اوه مړي موندلي او په ګاونډي کلي کې یې دوه مړي موندلي، لس نور لا هم تر خاورو لاندې دي."

هغه وويل، چې تر ٤٦٠٠٠ زيات کسان چې کورونه يې سېلابونو لاندې کړي وو، موقتي دولتي سرپناوو ته کډه شوي دي.

یوزریزال زیاته کړه، چې د برښنا بندیدو، بندو لارو او د خټو له امله د قربانیانو او ورکو کسانو د را ایستلو هڅې له خنډ سره مخ شوې دي.

هغه وویل، چې د جمعې په ورځ ناوخته له غره راپرېوتلې ونې او لویې ډبرې د لویدیځ سوماترا ټاپو په پاسیر سیلتان ولسوالۍ کې د غره کلیو ته را غورځېدلې دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په اندونیزیا کې د ځمکې ښویدنې او سیلابونو پیښې رامنځ ته کیږي، چې میلیونونه خلک په غرنیو سیمو یا نږدې میدانونو کې ژوند کوي.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور لادرکه دي.

نور خبرونه

رادیو