ترکمنستان: طالبانو ته مو وویل د اوبو سرچینې باید د نړیوالو حقونو په اساس وکارول شي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۷

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په عشق اباد کې د طالبانو له پلاوي سره د اوبو د سرچینو د کارولو د څرنګوالي په اړه د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ.
دغه وزارت نن وويل، چې په دې غونډه کې طالبانو ته ويل شوي چې د اوبو له سرچينو بايد د نړيوالو حقونو پر بنسټ کار واخلي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نړیوال حقونه په سرحدي سیندونو او سرحدي رودخانو کې د اوبو د کارولو څرنګوالی تنظیموي او دا موارد باید په پام کې ونیول شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو ویلي د ارال په سیندیزه حوزه کې د امو سیند پر غځېدلې لارې د قوش تپې کانال پر جوړولو کار کوي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې طالبان باید د اوبو له سرچینو څخه د استفادې په برخه کې د سرحدونو د سیندونو په اوږدو کې د ټولو هېوادونو ګټو ته له قید او شرط پرته درناوی وکړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د طالبانو پلاوی د کب له ۱۴مې تر ۱۶مې ترکمنستان ته سفر کړی و.
ترکمنستان دغه پلاوي ته ویلي، چې هر ډول اقدام بايد د نړيوالو قوانينو، د اوبو د سرچينو د مديريت لپاره د مناسبو ميکانيزمونو او د ښه ګاونډيتوب، متقابل درناوي، برابرۍ او روڼټیا د اصولو پر بنسټ ترسره شي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت هم ټینګار کړی، چې له سرحدي سیندونو د اوبو اېستل باید د اړتیاوو او د یوې علمي او تصویب شوې کړنلارې له مخې ترسره شي.
کابو یوه اونۍ وړاندې د قزاقستان د اوبو د وزیر مرستیال بولات بکنیاز له طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان په شمال کې قوش تپه کې اقدامات له «نورو هېوادونو» سره په همغږي وکړي.
دغه قزاقستاني چارواکي ویلي، چې طالبان په قوش تپه کې د کانال په جوړولو سره اوبه د ارال سمندر له حوزې څخه اخلي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف هم څه موده وړاندې خبرداری ورکړ، چې طالبان د قوش تپې د اوبو د لېږد د کانال د جوړېدو په حال کې دي او دا کار کولای شي په منځنۍ اسیا کې د اوبو رژیم او توازن په بنسټیز ډول بدل کړي.

نور خبرونه

رادیو