د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د سالنګ لویه لاره چې له څلور ورځو راهیسې د درنو واورو ورېدو او توپانونو له امله تړل شوې وه، نن دوشنبه (د کب ۱۴مه) د مساپر وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ دغه لاره چې د تېرې چهارشبې ورځې راهېسې د درنو واورو د ورېدو له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه، په تېرو دوو ورځو کې یې د پاکولو چارې روانې وې چې نن حلاصه شوه.
د نوموړي په وینا، نن هم په سالنګ کې اسمان نیمه وریځ دی او د واورو د ورېدو احتمال شته.
ښاغلي اشرف تر دې وړاندې ویلي و، چې د سالنګ تونل په شاوخوا سیمه کې د واورو اندازه دریو مترو ته رسیدلې ده او تر اوسه پورې ۲۹ واورې ښوېیدنې شوې دي.
که څه هم د ژمي په پیلېدو سره د واورو او بارانونو د نه ورېدو له امله خلک د راتلونکي کال د وچکالیو له رامنځته کېدو اندیښنه درلوده، خو د ژمي په وروستیو کې بیا د درنو واورو د ورېدو له امله نږدې څلویښتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې، لسګونه کورونه ویجاړ شوي او زرګونه څاروي د سړې هوا له امله مړي شوي دي.
د یادولو ده، چې د واورو او توپانونو له امله د سالنګ د لویې لارې په ګډون د بامیانو، دایکنډي، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو لارې په لنډمهاله توګه د ټرافیکو پر مخ تړل شوې دي.