د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت چارواکي وايي د سختو واورو له امله د سالنګ لویه لاره د څلورو ورځو راهیسې تړلې پاتې ده.
د طالب چارواکو په خبره، د سالنګ په بېلابېلو برخو کې له ۱،۵ نیولې تر درې مترو پورې واوره پرته ده چې تر اوسه پورې یې د پاکېدو چارې روانې دي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) ویلي، چې د څلورو ورځو په تېرېدو سره لا هم دغه لاره تړلې ده.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو د خپرولو ترڅنګ لیکلي، چې د لارې د پاکېدو چارې روانې دي.
سالنګ چې د افغانستان مهمه لویه لاره، د هېواد د شمال او شمال ختیځ نهه ولایتونه او څلور سوداګریز بندرونه سره نښلوي.
په تېرو څو اونیو کې دغه لویه لاره څو ځلې د واورو او توپانونو له امله تړل شوې ده.
د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند جانان سایق هم په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، ارزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست او سمنګان په ګډون په لږ تر لږه ۲۰ ولایتونو کې سخت ورښتونه شوي چې له امله یې خلکو ته سخت ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو څو ورځو کې هم د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی او هېوادوالو ته یې د ځان د خوندي ساتلو سپارښتنې کړې دي.