په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له امله د انسانانو تر څنګ زرګونه څاروي هم مړه شوي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۳

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د سختو واورو، بارانونو، چټک توپان او سېلابونو راوتلو له امله د ۳۴ انسانانو د مرګژوبلې ترڅنګ زرګونه څاروي مړه شوي دي.

ويل کیږي د څو ورځو په تېرېدو شاوخوا ۱۴ زره څاروي په بېلابېلو ولایتونو کې مړه شوي دي.

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو واورو، بارانونو او چټک توپان له امله ۳۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت وایي، د سړې هوا له امله په وروستیو لسو ورځو کې شل کسان مړه شوي، ۱۴ نور ټپيان دي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
د دې تر څنګ د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس بیا یوازې په غور، بلخ او کندهار ولایتونو کې د نږدې څوارلس زره څارویو د مړینې خبر ورکړی.


د یادو ولایتونو سیمه ییزو مسوولانو دغه خبري اژانس ته ویلي، چې په غور ولایت کې څه باندې اته زره، په بلخ ولایت کې څلور زره او په کندهار ولایت کې ۱۳۱۲ څاروي د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

د طالبانو رییس الوزراء ملا محمد حسن د اورښتونو له امله د څارویو مړه کېدو د مخنيوي په موخه د ۵۰ ميليونه افغانیو مرسته منظوره کړې ده.
د راپورونو له مخې، د اوښتو زیانونو د شمېر د زیاتېدو احتمال هم شته.
د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزارت بیا د دې وضعیت د مهارولو په موخه د یوې کمیټې د جوړېدو خبر ورکړی.
د یادولو ده، چې د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په اېکس پاڼه لیکلي چې له درېیو ورځو راهیسې د واورو او توپانونو له امله د سالنګ د لویې لارې په ګډون د بامیانو، دایکنډي، غزني او یو شمېر نورو ولایتونو لارې په لنډمهاله توګه د ټرافیکو پر مخ تړلې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو