د ایران د سیستان بلوچستان د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست وايي، په افغانستان کې د کمال خان بند بشپړېدو سره دغه ولایت او هامون نړیوال ډنډ وچ شو او خلکو اسما ته سترګې نیولې دي.
کمال خان بند د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وخت کې بشپړ او اوبه پکې ډنډ شوې.
محمد رضا علیمرادي له ایرنا سره خبرو کې زیاتوي چې نږدې دوه کاله مخکې د نیمروز په ګودزره کې اوبه وغړول شوې او له هغه راهیسې بیا ایران خپلې اوبه ترلاسه نه کړې.
هغه زیاتوي چې پخوا به له سایبریا هامون ډنډ ته مرغۍ تلې، خو اوس په افغانستان کې ګودزره ته ځي او ژمی هلته تېروي.
د ایران پارلمان کې د زابل استازی حبیب الله دهمرده هم وایي چې کمال خان بند ایران ته د هلمند سیند د اوبو رسېدلو ستر خنډ دی.
د هغه په خبره، د ایران د پولې په اتیا کیلومترۍ کې د دې بند له جوړېدو راهیسې بیا دهلمند اوبه نه دي پرېښودل شوې او په دې دلیل دغه سیند د ایران لور ته وچ دی.
ایرنا خبري اژانس هم وايي چې د دې بند جوړېدو سره نه یوازې د اوم لوی نړیوال ډنډ هامون وچ شوی، بلکې د خلکو ژوند، کاروبار او چاپېریال هم اغېزمن شوی دی.
د سیستان بلوچستان د چاپېریال ساتنې ادارې مشر دا هم وايي، چې له طالبانو سره پر اوبو بیا بیا خبرې شوې او دې ډلې ژمنه کړې چې که بارانونه ډېر شي، نو د ایران د اوبو حق پر ځای دی.
د ۱۳۵۱ لمریز کال د تړون له مخې افغانستان اړ دی چې په یوه ثانیه کې ۲۶ متر مکعب او په کال کې ۸۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ورکړي. دغه تړون د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د دواړو اړخونو د لومړيو وزیرانو له خوا لاسلیک شوی دی.
د کمال خان بند تر جوړېدو وروسته ایرانیان نیوکه کوي چې دوی ته اوبه نه ور پرېښودل کېږي، خو طالبان وايي، وچکالی ده او دوی اوبه نه دي ستنې کړې.
له دې سره د ایران د ولسمشر په ګډون ګڼو ایراني چارواکو طالبانو ته د حقابې د تامین په اړه خبرداری ورکړی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي د تېر کال د اپریل په وروستیو کې د ایران د حقابې په اړه طالبانو ته جدي خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې طالبان باید دا خبرداری جدي ونیسي "بیا وروسته شکایت ونه کړئ چې موږ ته نه وو ویل شوي."