چارواکي وايي، د کانګو سیند پورته کېدلو سره په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت او کانګو جمهوریت کې په تېرو میاشتو کې تر درې سوو ډېر کسان مړه شول.
د چارواکو په خبره، دا په تېرو شپېتو کلونو کې اول ځل دی چې کانګو سیند دومره مستېږي او دواړه هېوادونه زیانمنوي.
کمزوری ښاري پلان او کمزورې ودانۍ د دې سبب شوې چې د افریقا ځینې هېوادونو کې له باران وروسته سېلاب ډېر ورانی وکړي او اقلیمي بدلون سره دا تاوان نور هم زیات شوی دی.
تېره چارشنبه کانګو سیند د سمندر له کچې ۶.۲۰ مترو ته پورته شو. تر دې مخکې پر ۱۹۶۱ کال دا سیند ۶.۲۶ مترو ته رسېدلی و.
ځايي چارواکي وايي ښايي سیند نور هم جګ شي او په همدې وجه خلکو ته هرومرو پکار دي چې له شاوخوا سیمو ووځي.
د دې سیند له امله پر ۳۰۰ ډېرو کسانو مړه کېدو سربېره تر درېو لکو کورونه زیانمن شوي ، لسګونه زره نور له منځه تللي دي.
په کانګو جمهوریت کې هم دغه سیند د پلازمېنې په ګډون شپږو سیمو کې ۱۷ کسان مړه کړي او تر شپېتو زرو کورونه یې زیانمن کړي دي.