د کندهار يو شمېر ولسواليو اوسېدونکې او کروندګر اوږدې وچکالۍ ناهيلې کړي او له طالب مسوولينو څخه په تکراري ډول د اوبو د بندونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د کندهار انار، انګور، انځر خورا مشهور دي؛ خو اکثره باغ لرونکي موسمي مېوې هم کري.
د کندهار پنجوايي، ژړې او ارغنداب ولسوالیو کروندګر او باغ لرونکي وايي، چې سږکال يې د اباد او سمسور فصل لپاره تمه نه شته.
د دوی په خبره؛ اوږده اوچکالي، په ولسواليو کې د اوبو کوچنيو بندونو نه شتون او په ډېرو سېمو کې ژورې څاه ګانې د اوبو د سطحې د کښته کېدو لامل شوي دي.
باغ لرونکې وايي، چې طالب مسوولين نه ورته د اوبو د کوچنیو بندنو د جوړېدو پلان لري او نه هم د هغو ژورو څاه ګانو او برمو مخه نيسي، چې د سولري هېندارو په مرسته اوبه د ځمکې له تل څخه را وباسي.
د کندهار د طالبانو د کرنې رياست د ترويج مدير عبدالغفور هم مني، چې وچکالۍ او د اوبو لویو برمو تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه ټيټه کړې ده.
نوموړي وايي، چې په یو شمېر ولسواليو کې د کوچنيو بندونو د جوړېدو پلان شته او تمه لري، چې په جوړېدو به يې تر يوې اندازې د کروندګرو د اوبو د نه شتون ستونزه حل شي.
هغه ونه ويل، چې دغه بندونه به څه وخت او په کومو سېمو کې جوړ شي.
د افغانستان په ډېرو سېمو کې د کروندګرو او باغ لرونکو تر څنګ ان خلک پاکو اوبو ته هم لاس رسی نه لري.
د وچکالۍ او د اوبو د کوچنيو بندونو د نه شتون ستونزه د افغانستان په ډېرو سېمو کې موجوده ده.
افغانستان چې اوسمهال له سختو اقتصادي شرایطو سره هم مخ دی، د ډېرو مرستندویه نړۍوالو ادارو د راپورونو له مخې دغه هېواد به تر راتلونکو څو کلونو پورې د ستر بشري ناورین شاهد وي.