د زابل یو شمېر اوسېدونکي او بزګران وايي، چې په دغه ولایت کې له سختو وچکالیو سره مخ دي.
بل خوا په زابل کې د طالبانو د کلیو او پراختیا رییس وایي، چې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره به په ټولو ولسوالیو کې کوچني بندونه جوړ شي.
اقليمي بدلون د افغانستان د نورو سېمو ترڅنګ زابل هم ځپلی
د افغانستان د سوېلي ولایت زابل د نژدې ټولو لسواليو او ليرو پرتو سېمو اوسېدونکې شکایت کوي، چې سږ کال يې ځمکې او باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي او دوی د وچکالۍ له کبله ان پاکو اوبو ته هم لاس رسۍ نلري.
ددې اوسېدونکو په خبره، چې کورنو ته د پاکو اوبو د راوړلو لپاره ډېري ليري ساحې ته تګ کوي او خورا په ستونزه کې دي.
زابل زراعتي ولایت دی، چې د ليرو سېمو د اوسېدونکو اقتصادي منبع يې کرهڼه او مالداري ده.
د ولسواليو کروندګر او باغ لرونکي وايي، چې د ځمکو د خړوبولو لپاره اوبه نلري او وېره لري، چې د اوچکالۍ له کبله به يې سږ کال د حاصلاتو عايد لږ وي.
« د ځمکو د خړوبولو لپاره مو تر ۳ زرو مترو پيپونه کارول او په لاره کې مو شمسي هنداري هم ايښي تر څو ځمکې اوبه کړو.»
د طالبانو تر واک لاندي باختر اژانس نن دوشنبه په يوه ويډيويې راپور کې ويلي، چې د زابل په ۹ ولسواليو کې به د اوبو کوچنې بندونه جوړ شي.
په زابل کې د طالبانو د کليو او پراختيا رييس حکمت الله رهبر وايي، چې د نژدې درېيو مياشتو په موده کې به ددې ولايت په ۹ ولسواليو کې د اوبو کوچني بندونه جوړ کړي.
د هغه په خبره، د اوبو د هر بند پر جوړېدو له ۳ څخه تر ۴ مېليونو افغانيو لګښت راځي.
زابل هر کال په زرګونه ټنه انځر او بادام توليدوي، چې ددې ولایت د اوسېدونکو د عايد اصلي سرچينه بلل کيږي.
ددې ولایت اوسېدونکي پر داسي مهال د ځمکو د خړوبولو او پاکو اوبو ته د نه لاس رسي په برخه کې شکایت کوي، چې د افغانستان په ډېرو سېمو کې ورته ستونزه موجوده ده.
افغانستان چې اوسمهال له سختو اقتصادي شرایطو سره هم مخ دی، د ډیریو مرستندویه نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې دغه هېواد به تر راتلونکو څو کلنو د ستر بشري ناورین شاهد وي.