د هند شمالي ښار ایودیا کې د هندوانو د جوړ شوي یو لوی مندر وروستۍ چارې مخ په بشپریدو دي.
دغه مندر ته د لومړي وزیر نریندرا مودي د بیا انتخاباتي کمپاین د مرکز په توګه کتل کیږي.
یو وخت ایودیا، د ترټولو ډیر نفوسه ایالت اتراپردیش یو ارام مذهبي ښارګوټی و، خو اوس پکې د شپږ میلیارده ډالرو په ارزښت نوی هوايي ډګر او سړکونه جوړ شوي دي.
مودي به په نږدې یوه میاشت کې په دغه ښار کې جوړ ستر مندر د هندوانو د خدای، رام په نوم پرانیځي.
د مودي له خوا په دغه ښار کې د جوړ شوي هوايي ډګر او یو رغول شوې پلټلۍ ستیشن له پرانیستې یوه ورځ دمخه، کارګرانو د ښار بیلابیلې برخې د پریمانه پولیسو په شتون کې، په ګلونو پوښلې او دغه ښار یې په ښکلي بڼه سینګار کړی دی.
ګیریش سهسترابوجن چې دغه مندر د ډیزاینولو په برخه کې کار کوي وايي: "ډیر ژر به زمونږ خدای په خپل اصلي ځای کې وي." دغه مندر له سپینو مرمر تیږو او ګلابي رنګه ماڼيو په ۷۰ جریبه ځمکه جوړیږي.
د دغه مندر د جوړولو یو انجینر وايي: "زمونږ خدای رام دلته زیږیدلی و. هند او په بهر کې ټول هندوان له ۱۹۹۲ کال راهیسې د دې مندر د جوړیدو انتظار کاوه."
د مودي مخالفانو هغه د خپلو سیاسي هیلو د پوره کولو لپاره د مذهبي احساساتو پر پارولو تورن کړی او د اپوزیسیون یو شمیر مشرانو د دغه مندر په پرانسته کې د ګډون بلنه رد کړې ده.
د جنورۍ په ۲۲ مه به مودي د لومړي ځل لپاره په دغه مندر کې عبادت وکړي چې پر جوړیدو یې ۲۴۰ میلیونه ډالر لګیدلي او ۴۵۰۰ کسانو یې په جوړولو کې برخه اخیستې ده.