له ککړې هوا سره د مقابلې لپاره د پاکستان په تاریخ کې اول وار په لاهور کې مصنوعي باران وشو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲۵

د پاکستان په پنجاب کې چارواکي وايي، د دې صوبې په لاهور کې د ککړې هوا د کمولو لپاره نن د دغه ستر صنعتي ښار په لسو سیمو کې مصنوعي باران وورېد.

د پنجاب سرپرست سروزیر سید محسن نقوي خپل اېکس کې لیکلي، د دغه باران په ورښت کې ور سره متحده عربي اماراتو مرسته کړې ده.

لاهور تېره میاشت د نړۍ تر ټولو ککړ ښار وبلل شو.

حکومت له ککړې هوا سره بیا بیا مختلفو سیمو کې دوکانونه، دولتي ادارې او ښوونیز مرکزونه وتړل، خو د دې ککړتیا په کمولو کې پاتې راغی.

د پاکستان چارواکو له دې ستونزې سره د مقابلې لپاره مصنوعي باران ته مخه کړه او اوس وايي چې دا باران له لسو تر ۱۵ کیلومتره سیمه کې ورول شوی دی.

محسن نقوي وايي، پر دغه باران بل لګښت نه دی راغلی، یوازې اوبه یې مصرف کړې دي او زیاتوي چې د ککړې هوا که خرچې ته هم اړتیا وي، نو درېغ به یې نه کړي.

نوموړی دا هم وايي چې دا باران صحت ته تاوان نه رسوي او که یې رسولی، نو امریکا او دوبۍ کې به نه کېده.

نور خبرونه

رادیو