په پنجاب کې د هوا ککړتیا سره د مبارزې لپاره د مصنوعي باران په اړه سلامشورې روانې دي.
د دولتي سرچينو له مخې، په لاهور كې د مصنوعي باران لپاره د درې نیم ملیارډه کلدارو لګول اټکل شوې دي.
د پنجاب د اطلاعاتو لنډمهاله وزير عامر مير ويلي دي، د مصنوعي باران لپاره یې له چين سره خبرې شوي او چينايي کارپوهان به ډېر ژر پاکستان ته ورشي.
تر دې وړاندې لاهور د لومړۍ او دویمې درجې د نړۍ تر ټولو ککړ هېواد پېژندل شوی او د روانې میاشتې راهیسې دوه ځله په دغه ښار کې ګرځبندیز هم لګول شوی و.