نن لاهور یو ځلې بیا د نړۍ د ککړو ښارونو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړ او په دغه ښار کې د هوا ککړتیا لاهم دوام لري.
تمه کېږي، چې د هوا ککړتیا له زیاتېدو وروسته به دغه وضعیت سره د مبارزې له پاره سخت ګامونه واخیستل شي.
په دغه ښار کې د ګرځبندیز د اعلانېدو شونتیا هم شته.
تمه کېږي، چې په دغه ښار کې به په اونۍ کې دوه ورځې د بازارونو بندول، د یوې یا دوه ورځو لپاره له کوره کار کول، انلاین بڼې ته د ښوونځیو درسونو اړول او د عامه ټرانسپورټ کمولو برخه کې به بندیزونه ولګول شي.
د پنجاب لنډمهاله حکومت ښایي، چې نن په دې برخه کې خپله پرېکړه اعلان کړي.
تېره اوونۍ هم په دغه ښار کې د څلورو ورځو لپاره ګرځبندیز اعلان شوی و.