د پنجاب حکومت د صوبې په اتو ولسوالیو کې په خپل څلور ورځني ګرځبندیز کې د ځينو بدلونونو اعلان کړی دی.
د پنجاب حکومت اجازه ورکړې، چې د ککړې هوا په دغو سیمو کې دې بازارونه سبا پرانیستل شي.
خو له بلې خوا، هټۍ او بازارونه به د شنبې او یکشنبې په ورځو تړلي وي.
د ځایي حکومت دغه پرېکړه په لاهور، ننکانه صاحب، شیخوپوره، قصور، ګوجرانواله، نارووال، حافظ اباد او سیالکوټ ولسوالیو کې پلې کېږي.
دغه راز د اقبال د ورځې په پار به رستورانتونه، سینماګانې، ورزشي کلپونه، دولتي او خصوصي ښوونځي، کالجونه، پوهنتونونه او دفترونه له پنجشنبې څخه تر یکشنبې پورې تړلي وي.
د چهارشنبې په ورځ صوبايي حکومت د هوا د ککړتیا مخ په زیاتېدونکې کچې سره د مبارزې لپاره سم د لاسه ګرځبندیز اعلان کړ.