سږ کال به په تېرو ۱۲۵ زره کلونو کې تر ټولو ګرم کال وي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۷

د اروپايي ټولنې ساینسپوهان ډاډمن دي، چې سږ کال به په تېرو یو لک ۲۵ زره کلونو کې تر ټولو ګرم کال وي.

د دوی دا اټکل له هغه وروسته دی، چې معلوماتو وښوده تېر اکټوبر د نړۍ تر ټولو ګرمه میاشت وه.

د اروپايي ټولنې د کوپرنیک اقلیمي بدلون اداره وايي؛ له ۲۰۱۹ کال راهیسې د پخوانیو اکټوبر میاشتو ریکارډ تېرې اکټوبر میاشتې په خوار لوی توپیر مات کړ.

د رویټرز د راپور له مخې؛ دې ادارې مرستیال مشر سمانتا برګس د تېرې میلادي میاشتې پر ګرمۍ د بحث پر مهال وویل؛ د ۰.۴ سانتي ګراد درجې ډېرې ګرمۍ سره ریکاډ مات شو، چې دا خورا لوی توپیر دی.

د تودوخي زیاتېدل هم د انساني چارو له امله د ګلتوني ګازونو تولید او سږ کال هم ور سره د ال نینو په نوم د هوا بدلون دی چې د ارام سمندر ختیځ کې یې د اوبو کچه ګرمه کړې ده.

په نړۍواله کچه د اکټوبر په میاشت کې د هوا منځنۍ تودوخه د ۱۸۵۰ ـ ۱۹۰۰ کلونو تر ورته میاشتې ۱.۷سانتي ګراد درجې ګرمه وه او کوپرنیکوس دغه دوره له صنعتي پړاو مخکې بولي.

کوپرنیکس وايي؛ د اکتوبر میاشتې دا ریکارډ ماتول ښيي، چې ۲۰۲۳ کال به په پوخ باور د نړۍ تر ټولو ګرم کال وبلل شي.

تر دې مخکې تر ټولو ګرم او ال نینو کال ۲۰۱۶ و.

دا اداره له ۱۹۴۰ کلونو راهیسې ډېټا یا معلومات ټولوي او مرستیال برګس یې زیاتوي، چې د خپلو معلوماتو پرتللو سره دا پایله اخلي، چې روان کال به په تېرو یو لک ۲۵ زره کلونو کې تر ټولو ګرم وي.

تر اکټوبر مخکې هم ورته ریکارډ سپټمبر میاشت جوړ کړی و او د کال تر ټولو ګرمه میاشت بلل شوې وه؛ خو اکټوبر د روان کال خورا بې ساری ګرم ثابت کړ.

نور خبرونه

رادیو