د هند پلازمېنه نوی ډېلی بیا د نړۍ تر ټولو ککړ ښار وبلل شو

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

د هوا څرنګوالي مالوموونکې سوېسۍ ادارې د څېړنې له مخې د هند پلازمېنه نوی ډېلی بیا د نړۍ تر ټولو ککړو ښارونو د لېست په سر کې دی.

له نوي ډېلي وروسته د پاکستان لاهور د نړۍ دویم تر ټولو ککړ ښار بلل شوی دی.

په نوي ډېلي کې پرون د هوا خطرناکه ککړتیا ۶۴۰ او لاهور کې ۳۳۵ درجې وه.

په نوي ډېلي کې د هوا د سختې ککړتیا له امله پرون هم ځینې ښوونځي رخصت و.

نوي ډېلي کې چارواکي د تودوخې ټیټ موسمي ترکیب، د باد نشتوالی او په ګاونډیو کرونیزو ایالتونو کې د فصلونو سوځول د هوا د ککړتیا د زیاتوالي لامل بولي.

د هواي څرنګوالي ګراف تر پنځوسو درجو صحت ته ښه بلل کېږي، خو له ۴۰۰ تر ۵۰۰ درجې یې بیا د خلکو صحت اغېزمنوي او د ناروغانو لپاره خطرناک دی.

ناروغۍ ډېرېدل

ډېلي کې د انډیا ګېټ په نوم پارک له خلکو خالي دی

د نوي ډېلی له شل میلیونه وګړو یې ډېری د سترګو او ستوني له خارښ شکایت کوي.

ډېلي کې ډاکټر احد خان خپل اېکس کې لیکلي چې د ۲۴ ګړیو دنده کې یې په ټوخي اخته او داسې ماشومان ولیدل چې ژر ژر یې سا اخیستهل.

د ککړې هوا له امله د پلازمېنې په لود ګارډن او انډیا ګېټ پارکونو کې کم خلک لیدل کېږي.

ویل کېږي ککړه هوا به تر دوو اونیو روانه وي، هغه هم په داسې حال چې هند د کرېکټ نړیوال جام کوربه دی.

نور خبرونه

رادیو