د اوتیس توپان له امله په مکسیکو کې ۲۷ کسان مړه شول

AP ۱۴۰۲ لړم ۵

د مکسیکو حکومت وايي، په دغه هېواد کې د اوتیس توپان له امله ۲۷ کسان مړه شوي او په میلیاردونو تاوان یې اړولی دی.

حکومت وايي، په دې توپان کې څلور ورک کسان لا هم موندل شوي نه دي.

دغه توپان چې په ګړۍ کې ۱۶۵ ملي متره چټک و له امله یې د چارشنبې په ورځ راوتلي سېلاب سړکونه ونیول او د کورونو او او هوټلونه بامونه یې ونړول.

د دې توپان له امله اړیکتیايي لیکې پرې او سړکونو او هوايي ډګرونو ته لاسرسی هم له منځه لاړ.

حکومت په توپان ځپلې سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی، خو په دې طبیعي ناورین کې د مړو او یا ټپیانو په هکله یې پوره مالومات نه دي شریک کړي.

نور خبرونه

رادیو