د دوشنبې په ورځ (د میزان ۱۷مه) یوې بلې زلزلې د هرات ولایت ځینې برخې ولړزولې. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د دغې زلزلې شدت ۵.۱ ښودلی دی.
دا په هرات کې نن درېیمه پرلپسې زلزله ده.
دغه راز د دوشنبې په ورځ (د میزان په ۱۷ مه) په هرات ولایت کې د رېښتر په کچه د ۴،۷ درجې یوې بلې زلزلې ولړزاوه.
د امریکا د جیولوژیکي ادارې ویلي چې د وروستۍ زلزلې مرکز د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په مرکز قره باغ کلي کې و.
څو ساعته وړاندې هرات د ریښتر په کچه د ۴،۹ درجې یوې بلې زلزلې شاهد و.
د دوشنبې په ورځ (د میزان په ۱۷مه) ماسپښین څخه مخکې لومړۍ زلزله د افغانستان لویدیځ ولړزاوه.
د اروپا مدیترانې سیسمولوژیکي مرکز د معلوماتو له مخې؛ دغه زلزله د هرات ښار شمال لوېدیځ ته په ۵۰ کیلومترۍ کې شوې ده.
په هرات کې د شنبې په ورځ (د میزان ۱۵مه) له خونړۍ زلزلې چې سلګونه کسان یې مړه او ژوبل کړل، دوه ورځې وروسته نن دوشنبې (د میزان ۱۷ مه ) درې ځله زلزلې وشوې.