په هند کې د یخچالي ډنډ د ماتېدو او ناڅاپي سېلاب له امله د مړو شمېر ۴۲ ته ورسېد

AP ۱۴۰۲ تله ۱۴

د هند په ختیځ کې د یخچالي ډنډ د ماتېدو او ناڅاپي سېلاب د جوړېدو له امله د مړو شمېر ۴۲ او د ورکو کسانو شمېر ۱۵۰ ته ورسېد.

په سیکیم ایالت کې ځايي چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې د ورکو کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.

دا له پنځوسو کلونو ډېر وخت کې په دغه سیمه کې تر ټولو بده طبیعي پېښه بلل کېږي.

د هند په سیکیم ایالت کې لوناک ډنډ له څنډو پروناوبه روانې او د لوی سیلاب لامل شوې.

د چارواکو په وینا په سیکیم ایالت کې چې د طبیعي منظرو له مخې د سیل لپاره په زړه پورې ځای دی، د دې پېښې له امله د نږدې ۲۲ زره کسانو ژوند اغیزمن شوی دی.

دا د سوېلي اسیا غرونو کې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو مرګونې پېښه ده.

نور خبرونه

رادیو