هند کې د ډنډ د ماتېدو له امله ۱۴ کسان مړه او سل ورک شول

AP ۱۴۰۲ تله ۱۳

د هند په ختیځ کې د پنجشنبې په ورځ د سخت ورښت له امله د یوه ډنډ په ماتېدو سره ۱۴ کسان مړه او تر ۱۰۲ نور ورک شول.

دا له پنځوسو کلونو ډېر وخت کې په دغه سیمه کې تر ټولو بده طبیعي پېښه بلل کېږي.

د هند په سیکیم ایالت کې لوناک ډنډ له څنډو پروناوبه روانې او د لوی سیلاب لامل شوې.

د چارواکو په وینا د دې پېښې له امله تر ۲۲ زره کسانو ژوند اغیزمن شوی دی.

دا د سوېلي اسیا غرونو کې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو مرګونې پېښه ده.

د سیکیم هواپوهنې اداره وايي، د اکتوبر لومړیو پنځو ورځو کې په دغه سیمه کې ۱۰۱ ملي متره باران شوی دی، چې تر عادي باران دوه برابرو زیات دی.

دا باران له ۱۹۶۸ وروسته د سختو سېلابونو سبب شوی. په هغه کال د سېلاب له امله تر زرو کسان مړه شوي وو.

دا اداره راتلونکو دریو ورځو کې هم په دغه ایالت او ورڅېرمه سیمو کې د درانه باران اټکل کوي.

نور خبرونه

رادیو