د ګرمۍ زیاتېدلو سره د سویس یخچالونه تېرو ۲ کلونو کې ۱۰ سلنه ویلې شوي

AP ۱۴۰۲ تله ۶

د سویس د یخچال څارنې اداره وايي، د دغه هېواد یخچالونه په تېرو دوو کلونو کې د ۳۰ کلونو په اندازه ویلې شوي دي او دا یو ناورین دی.

د دې ادارې په خبره، سږ کال هم د ۲۰۲۲ کال په څېر د سویس یخچالونو ته دویم تر ټولو بدل کال و او په دغو دواړو کلونو کې یې لس سلنه حجم ویلې شوی دی.

د سویس یا سویزلنډ د یخچال څارنې مسوول متیس هوس له رویټرز سره خبرو کې سږنی کال د دغه هېواد د یخچالونو لپاره ډېر بد بللی دی.

د هغه په خبره، ژمی واوره ونه ورېده او دوبی هم ډېر ګرم و: «د دې دوو فکتورونو ترکیب ډېر بد دی چې یخچالونو ور سره مخ کېدلی شي.»

د سوېس د یخچال څارنې اداره په اعلامیه کې هم وايي، د کمې واورې ژر ختمېدونکي ژمي او اوږد ګرم اوړي یخچالونو ته ډېر تاوان ورساوه.

اګست میاشت کې د یخچال د ویلې کېدو په اوج کې د سویس د هواپوهنې ادارې وویل، د باران له امله د یخ ویلي کېدو نوی ریکارډ جوړ کړی او د پنځه زرو ۲۸۹ متره لوړوالي سره یخ په یوه شپه کې ویلې شوی چې لوړوالی یې له مونټ بلان څوکې جګ دی.

تېر کال دا ریکارډ ۵۱۸۴ متره و.

هوس وايي، سویس کې کوچني یخچالونه ویلې کېږي، پاتې یخ له ډبرو او خځلو لاندې کېږي او کومې سیمې چې له لسیزو او پېړیو راهیسې یخ پټې کړې وې پر تورو لمنو اوړي او د ډبرو ښویېدو خطر هم لري.

د سویس یخچال څارنې ادارې په مرکزي سیمو کې د ډېر ویلې کېدو له امله د یخچالونو څار بند کړی دی.

سویس پر ۱۹۱۴ کال د ځینې او پر ۱۹۶۰ کال د ټولو ینچالونو ریکارډ پیل کړ.

نور خبرونه

رادیو