د ګلوبل وېټینس په نوم د وکالت یوه بریتانیايي ډله وايي، پر ۲۰۲۲ کال په کولمبیا کې د چاپېریال او ځمکې د حقونو ۶۰ مدافعان وژل شوي.
دا اداره په خپل راپور کې وايي، تېر کال په نړۍ کې د ۱۷۷ چاپېریال ساتو د وژنې ۸۰ سلنه پېښې په لاتینه امریکا کې شوې.
دې ادارې چاپېریال ساتو ته د خطر له پلوه دا سیمه ته تر ټولو مرګونې بللې ده.
د ګلوبل ویټنیس یوه مخکښه سلاکاره لورا فورونس د سې شنبې په ورځ -د سپټمبر ۱۲- په یوه انلاین خبري غونډه کې وویل: «په کولمبیا او نورو سیمو کې ځايي خلک، تورتوکمه، په وړه کچه کرونګر او چاپېریالي فعالان ډېر بد په نښه شوي دي.»
کولمبیا چې پر ۲۰۲۱ پکې تر ۲۰۲۰ او ۲۰۱۹ وژنې کمې شوې، تېر کال بیا د ډېرو چاپېریالساتو د وژل کېدو له امله په دې برخه کې د نوملړ سرته ختلې ده.
د تېر کال په اګسټ کې واک ته په رسېدو پسې د ولسمشر ګوستاو پیټرو په مشرۍ چپي حکومت د دې تاوتریخوالي د کمېدو لپاره د چټکو هڅه ژمنه کړې ده.
دا موندنې د ښاغلي پیټرو د حکومت لپاره خواشینوونکې دي چې د تېر کال په اکتوبر کې یې د چاپېریال ساتنې اړوند ایسکازو تړون تصویب کړی خو لا هم د کولمبیا د اساسي قانون ادارې تایید کړی نه دی.
برازیل او مکسیکو په ترتیب سره د ۳۴ او ۳۱ چاپېریالساتو د وژنې له امله په دې نوملړ کې دویم او دریم ځای لري.
د ګلوبل ویټنیس د موندنو له مخې د چاپېریال ساتو لپاره په لسو تر ټولو مرګونو هېوادونو کې له فلیپین او انډونیزیا پرته نور ټول د لاتینې امریکا هېوادونه دي.