د ختیځې لیبیا د حکومت لومړی وزیر وايي، چې په لیبیا کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې تر اوسه پکې ۲۰۰۰ کسان مړه شوي او زرګونه نور یې ورک شوي دي.
بل خوا د سرې میاشتې ټولنې د ۱۵۰ کسانو مړینه تایید کړې ده.
رویټرز د ختیځې لیبیا د لومړي وزیر اسامه حماد په حواله ویلي، چې د د دانیل په نوم د مدیتراني طوفان او سختونو بارانونو له امله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې سیلابونه راوتلي دي.
راپور زیاتوي، چې په جبل الاحضر، المارج او درنا کې تر دې مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰۰۰ تنه مړه شوي دي، په راپور کې راغلي چې د ژغورنې ډلې لا هم د یو شمېر خلکو په ژغورلو بوختې دي.
د دغه سیلابونو له امله ګڼو ودانیو ته هم زیان اوښتی، ځینې یې په بشپړ ډول له منځه تللي او ځینې یې نیمه ویجاړې شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې د لیبیا لومړي وزیر اسامه حماد هم د پېښې ځای ته سفر کړی او د قربانیانو له یو شمېر کورنیو سره یې هم لیدلي دي.
نوموړي ویلي، چې د درنا په ساحلي ښار کې زرګونه انسانان لا هم ورک دي.
بل خوا په درنا کې د سرې میاشتې یوه چارواکي ویلي، چې تر اوسه یې د ۱۵۰ کسانو مړینه ثبت کړې ده.
رویټرز زیاتوي، چې تر اوسه دوی نه دي توانېدلي چې د مرګ ژوبلې په اړه د ختیځې او لویدیځې لیبیا د حکومتي چارواکو متحد نظر تایید کړي.
یاد سیلابونه په لیبیا کې په وروستیو لسو کلونو کې بې ساري ګڼل شوي او ویل کیږي، چې د اوبو اندازه تر لس فوټو پورې پورته شوې ده.