په تاجېکستان ځمکې ښویېدنې او بارانونو ۱۵ کسان وژلي

AP ۱۴۰۲ وږی ۶

د تاجېکستان رسنۍ خبر ورکوي، چې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو، سیلابونو او ځمکې ښویېدنې امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۳ ورک دي.

د تاجېکستان د ولسمشر امام علي رحمان له دفتره په خبر پاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ( د وږي ۶مه)خپره شوې راغلي، چې سختو بارانونو او ځمکې ښویېدنې په دغه هېواد کې یو ناورین رامنځته کړی، چې له امله یې دیارلس کسان مړه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغې پښې د پلازمېنې دوشنبې ته نېږدې په دوو سیمو کې رامنځته شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پېښو سیمو ته د ژغورنې ډلې رسېدلي او یو شمېر خلک ژغورل شوي او خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.

خو د بېړنیو پېښو وزارت بیا وايي، چې تر دا مهاله ۱۵ کسان مړه شوي او درې نور ورک دي. دوی په دغه هېواد کې د لا نورو ګواښونو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دوی په دولتي کچه اماده ګي نیولې ده.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال په پیل کې د تاجېکستان په یو شمېر سرحدي سیمو کې د واورې ښویېدنې له امله ځینو کورنیو ته مالي او ځاني زیانونه ور اوښتي وو.

نور خبرونه

رادیو