د کډوالۍ نړۍوال سازمان: نېږدې ۷۹ سلنه افغانان کافي اوبو ته لاسرسی نه لري

AP ۱۴۰۲ زمری ۲۶

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په افغانستان کې د اوبو او روغتیا ساتنې د ناورین په اړه خبرداری ورکړی.

دغه سازمان ویلي چې شاوخوا ۷۹ سلنه افغانان د څښاک، پخلي، حمام او مینځلو لپاره کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.

یاد سازمان وايي، د افغانستان لپاره وخت په ختمېدو دی.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) په ایکس (پخوانۍ ټویټر) کې لیکلي، چې افغانستان په نړۍ کې «تر ټولو لوی او سخت» بشري ناورین لري.

دغه سازمان د خپلو مرستو د کمښت او د میلیونونو افغانانو لپاره د نړۍوالې ټولنې دوامداره مرستو ته هم اشاره کړې ده.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي؛ تېر کال هم د غوښتل شویو مرستو یو پر درېیمه برخه ورکړل شوې، چې له مخې یې ۱،۳۲ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې وېشل شوې دي.

دغه سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د اوبو د ناورین په اړه خبرې کوي، چې په دې وروستیو کې رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې په افغانستان کې وچکالي د بشري ناورین د ژورېدو لامل بللی دی.
رویټرز راپور ورکړی، چې په افغانستان کې روانه وچکالي د کروندګرو او د خلکو د خوړو خوندیتوب ته زیان رسوي او بشري ناورین لا پسې ژوروي.

د هوا د کیفیت د نړۍوال شاخص له مخې افغانستان د نړۍ شپږم هېواد دی، چې د اقلیم د بدلون له ګواښونو سره مخامخ دی.

نور خبرونه

رادیو