د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې طالبانو د ایران تخنیکي ټیم ته په کجکي بند کې د هلمند سیند د ګډې زېرمې د لیدنې اجازه نه ده ورکړې.
خو طالبان وايي، چې د ایران تخنیکي ټیم اوبه اندازه کړي او منلې یې ده، چې اوبه کمې شوي دي.
د ایران د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال وزیر محمد جوانبخت نن دوشنبه (د زمري ۲۳مه) په یوې خبري غونډې کې خبریالانو ته وویل، چې د ډېپلوماتیکو هلو ځلو په پایله کې د دوی تخنیکي ټیم ته د کجکي بند د اوبو د اندازه کولو له سټیشن څخه د لیدنې اجازه ورکړل شوې وه.
هغه زیاته کړه: "په دغه سفر کې د ایران تخنیکي ټیم ولیدل چې اوبه د کجکي بند طرف ته روانې دي خو د ذخیرو د لیدو اجازه ورنه کړل شوه."
جوانبخت زیاتوي، چې د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو د شوي تړون پر بنسټ باید افغانستان هر کال ۸۲۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ایران ته ورپرېږدي خو په تېرو څو کلونو کې په دې اندازه اوبه ایران ته نه دي ورکول شوي.
نوموړی وايي؛ که څه هم ایران له اوبو څخه لیدنه کړې ده، “مګر موږ په دې لیدنې ډاډ نه شو حاصلولی، ځکه چې د روان کال په بېلابېلو میاشتو کې د بارانونو اندازه او د اوبو سطحه توپیر کوي”.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د کجکي بند څخه د لیدنې غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې طالبانو د دوی تخنیکي ټیم ته اجازه ورنه کړه، چې د کجکي د اوبو ذخیرې وګوري.
هغه وايي، چې له سپوږمکۍ څخه اخیستي تصویرونه ښيي، چې په دغه بند کې په کافي اندازه اوبه ذخیره شوې دي.
بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ افغانستان ته د ایراني پلاوي د سفر په تایید ویلي وو، چې دغه پلاوي د دهراوود په نوم د اوبو اندازه کولو په وسیله کې د اوبو د وضعیت ارزونې سره په هلمند سیند کې د اوبو د کچې د کمېدو بهیر تایید کړی.
دوی ویلي، چې د وچکالۍ له امله د ایران د اوبو حق هغسې چې په کار و، نه دی ورکړل شوی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دهرادود د اوبو اندازه کولو په سیسټم کې د اوبو بهیر په یوه ثانیه کې له اوو متر مکعبه څخه کم و او د اوبو د بهیر وضعیت "حیرانوونکی" و.
طالبان ادعا کوي، چې د هلمند له اوبو څخه د ایراني پلاوي له ارزونې وروسته معلومه شوه، چې په دغه سیند کې د اوبو بهیر کم شوی او د دې سیند څنډې چې د ارغنداب، موسی کلا، ارغستان او ترنک ولسوالۍ په کې شاملې دي، هم په بشپړه توګه وچې شوې دي.